څېړنو ښودلې ده چې په امریکا کې د ۲۰۰۰ میلادي کال په پرتله په ۲۰۲۰ کال کې د ځان وژنې کچه څلور چنده زیاته شوې ده. راپور کاږي چې دا کچه نه یوازې په لویانو، بلکې په ماشومانو کې هم لوړه شوې ده. په نوې څېړنه کې د ځان وژنې پېښو د زیاتېدو لامل نه دی په ګوته شوی خو د اورګن پوهنتون استاد ډاکتر ډیویډ شریدان وایي چې کرونا وبا د ځان وژنې د کچې په لوړوالي کې مهم رول لري. هغه د اندېښنې په څرګندولو سره زیاته کړې ده چې په دې برخه کې ډېرو څېړنو ته اړتیا ده او باید د دې موضوع اصلي دلیل روښانه شي. نوموړي ټينګار کړی دی چې که چېرته خلک په دې برخه کې همکاري ونه کړي نو راتلونکو څو کلونو کې به دا پېښې په بېساري توګه لوړې شي. شریدان پر والدینو غږ کړی دی چې د خپلو ماشومانو سمه پالنه او ساتنه وکړي او په هر حالت کې یې باید تر څنګ وي ځکه چې د ده په خبره، د اروایي ناروغیو رېښه په ماشومتوب کې ده.
































