په افغانستان کې د امریکا د ولسواکۍ او بشري حقونو شعارونه هسې نمایشي وو. د افغانستان د پخواني حکومت د مالیې وروستي سرپرست وزیر خالد پاینده له یوې واشنګټن پوسټ سره په مرکه کې ویلي، چې امریکا په رښتینې او واقعي مانا په افغانستان کې د پرمختګ، بشري حقونو او ولسواکۍ لپاره مبارزه نه کوله، بلکې دا هر څه نمایشي وو. هغه زیاتوي په افغانستان کې د اوسني وضعیت د رامنځ ته کېدو له امله تر ټولو ډېره امریکا او بیا د پخواني حکومت چارواکي ملامت دي. دی وایي د پخواني حکومت د یوه غړي په توګه د رامنځ ته شوي وضعیت په اړه مسوول دی خو په دې باور دی چې په تېر حکومت کې دنده ترسره کول یې یوه تېروتنه وه، ځکه د اصلاحاتو راوستو رښتینی نیت یې نه درلود. نوموړی وايي د افغانستان اوسنی وضعیت د اندېښنې وړ دی او مسوولیت یې هم پر امریکا او پخواني حکومتي چارواکو دی.
































