د جنوبي کوریا چارواکو ادعا کړې ده چې شمالي کوریا نن یو ځل بیا څلور توغندي ازمویلي دي. چارواکو ویلي چې شمالي کوریا دا توغندي د ژېړي بحیرې پر لور توغولي دي. یونهاپ اژانس د جنوبي کوریا د چارواکو له قوله راپور ورکړی دی چې شمالي کوریا په یو ساعت کې شاوخوا څلور توغندي د ژېړې بحیرې پر لور توغولي دي. دوی ویلي چې تر اوسه پورې د یادو توغندیو نوعیت څرګند نه دی خو وایي چې د شمالي کوریا دې اقداماتو اندېښمن کړي دي. جنوبي کوریا ټینګار کړی دی چې دوی په تیارسی حالت کې دي او وضعیت له نږدې څاري. امریکا چې هر ځل یې د شمالي کوریا له لوري ترسره شوي ورته اقدامات غندلي دي تر اوسه پورې یې په دې تړاو څه غبرګون نه دی ښودلی.
































