امریکا او ملګرو ملتونو پر سعودي عربستان د حوثي یاغیانو برید غندلی دی. حوثي یاغیانو په تازه اقدام کې د سعودي عربستان د ارامکو د تېلو پر چاڼځایونو بریدونه کړي دي. سعودي عربستان وايي ددغه بریدونو ډېره برخه یې د هوایي دفاع په مرسته دفع شوي دي، خو لګېدلو توغندیو مالي زیانونه اړولي دي. امریکا دغه برید غندلی دی او د ورته بریدونو تکرار یې خطرناک بللی. ملګري ملتونه هم وایي چې دغه ډول بریدونه باید ودرول شي او تمه لري چې د یمن او حوثیانو ترمنځ ژر تر ژره یو موقت اوربند رامنځ ته شي او جګړې ودرول شي.
































