اسراییل کې یو کس د چاقو په واسطه پنځه کسانو ته مرګ ژوبله اړولې ده. اسراییلي رسنیو راپور ورکړی دی چې یاد کس په یو ستر پلورنځي کې پر خلکو د چاقو ګوزارونه کړي دي چې په نتیجه کې یې دوه ښځې او دوه سړي وژل شوي او یو بل ټپي شوی دی. بریدګر د پولیسو له لوري نیول شوی دی. د یادونې ده چې یاد بریدګر اووه کاله وړاندې له داعش سره د اړیکو په تور نیول شوی و خو قاضي نوموړی ساعتي بم وبلل او له دې امله چې ښوونکی و بېرته یې خوشی کړ. پولیسو دا یوه ترهګریزه پېښه بللې ده او د لا روښانتیا په موخه یې د پلټنو خبره کړې ده.
































