د بشري حقونو څار ادارې له اووم نه تر دولسم ټولګي پورې د نجونو د ښوونځیو نه پیلېدو له امله خواشیني څرګنده کړې ده. یادې ادارې ویلي چې د طالبانو وروستۍ پرېکړه ظالمانه او د بښلو وړ نه ده. بلخوا د بښنې نړیوال سازمان هم د اندېښنې په څرګندولو سره ویلي چې طالبانو یو ځل بیا خپله ژمنه ماته کړه او نجونو ته یې ښوونځیو ته د تګ اجازه ورنه کړه. په همدې حال کې په کابل کې د ملګرو ملتونو استازولۍ هم د ا.ا وروستۍ پرېکړه غندلې ده او په دې برخه کې یې له سرپرست حکومت څخه د توضیحاتو غوښتنه کړې ده. د یادونې ده چې ا.ا تر دې وړاندې ژمنه کړې وه چې د نوي تعلیمي کال له پیل سره به ټول ښوونځي د نجونو او هلکانو پر مخ پرانیستل شي خو نن یې یوازې تر شپږم ټولګي پورې نجونو ته ښوونځیو ته د تګ اجازه ورکړې ده.
































