د امریکا ولسمشر جوبایډن د روسيې ولسمشر ته ګواښ کړی چې که پر اوکراین د کیمیاوي او ممنوعه وسلو کارول پرې ثابت شول نو ځواب به ورکړي. بایډن تېره ورځ په یو څلور ورځني سفر اروپا ته تللی چې په اوکراین باندې د روسیې د یرغل په ځواب کې د لویدیځ اتحاد غښتلی او په مسکو باندې بندیزونه نور هم سخت کړي. هغه زیاته کړې دوی په دې اړه پلټنې پيل کړې چې روسیې په جګړو کې کیمیاوي، بیولوژیکي او نورې ممنوعه وسلې خو نه دي کارولي، دغه راز ددې پلټنې هم کیږي چې ورسیه خو د جنګي جرمونو مرتکب شوی دی. بایډن ویلي، که چېرې پر پوتین دا جرمونه ثابت شول، نو نه یوازې هغه به ځواب ورکوونکی وګرځول شي بلکې ناټو او امریکا به ځوابي اقدام هم کوي. ده دغه راز وویل چې امریکا له اوکراین سره د څه باندې یو میلیارد ډالرو مرستو ته ژمنه ده چې د جګړه ځپلو اوکراینیانو سره د ژغورنې په برخه کې همکاري وشي. نوموړي دغه راز وویل چې د اوکراینۍ کورنیو د یو ځای کېدو لپاره امریکا څه باندې سل زره اوکراینیان مني او د دموکراتیک مقاومت او بشري حقونو څخه د دفاع لپاره به په اوکراین او ګاونډیو هېوادونو کې ۳۲۰ میلیونه ډالر پانګونه کوي.
































