په شمالي وزيرستان کې د وسله والو طا لبانو په یو برید کې، څلور پاکستاني پولیس وژل شوي دي. د پاکستان پوځ ويلي چې د شمالي وزیرستان د دته خېل په حسن خېل سيمه کې وسله والو طالبانو پر پاکستاني پولیسو بريد کړی چې له امله یې څلور پاکستاني پولیس وژل شوي دي. پاکستاني طالبانو یا ټي ټي پي د دغه برید مسوولیت په غاړه اخیستی دی. د پاکستان امنیتي چارواکو ویلي، چې په برید کې درې امنیتي کسان وژل شوي او پنځه نور ټپيان دي.
































