په توله نړۍ کې د کرونا له امله د مړو شوو کسانو شمېر تر ۳۰۸ زره کسانو اوښتی دی. د وروستیو معلوماتو له مخې تر دې دمه په ټوله نړۍ کې ۴۶۲۸۷۲۴ کسان په کرونا اخته شوي چې له دې ډلې ۳۰۸۶۴۵ کسان یې مړه شوي دي. تر ټولو ډېرې مثبتې پېښې په امریکا کې ثبت شوې دي. په دغه هېواد کې د مثبتو پېښو شمېر ۱۴۸۴۲۸۵ ته رسېدلی دی. همدا راز تر دې دمه ۸۸۵۰۷ کسه په امریکا کې دکرونا له امله مړه شوي دي. برېتانیا کې د وژل شوو کسانو شمېر ۳۳۹۹۸ ته رسېدلی دی. ایټالیا کې یې ۳۱۶۱۰ کسه وژلي دي. هسپانیا کې ۲۷۴۵۹ او په فرانسه کې بیا ۲۷۵۲۹ کسان تر دې دمه د کرونا له امله مړه شوي دي.
































