د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د يوې ټليفوني اړيکې په ترڅ کې د روسیې له ولسمشر ویلادیمیر پوتین غوښتي چې په اوکراين کې اوربند ته غاړې کيږي او د بشري مرستو د رسولو لپاره شرایط برابر کړي. د رویترز خبري اژانس د ولسمشر اردوغان په دفتر کې د سرچينو په حواله ويلي چې اردوغان د روسيې ولسمشر ته په اوکراين کې د اوربند او سولې لپاره د مرستې وړانديز هم کړی دی. سرچينې ويلي، دواړه ولسمشران سره سلا شول چې د اوکرایین او روسیې ترمنځ د سولې د خبرو بل پړاو په استانبول کې ترسره شي.











