امریکا له افغان حکومت غوښتي چې بیان ازادۍ ته درناوی وکړي. کابل لپاره د امریکا د سفارت شارژدافیر مک کوري په تازه ټوېټ پیغامونو کې ویلي، د افغانستان نوي حکومت د رسنیو د ازادۍ او بیان ازادۍ اوسنی قانون منلی دی نو ښه به وي چې هغه ته درناوی وکړي. امریکايي لوری وایي ددې اړتیا ده چې په افغانستان کې رسنۍ په ازادانه توګه خپلو فعالیتونو ته ادامه ورکړي او تر څنګ یې دغه مهم اصل فعال پاتې شي. امریکا داسې مهال دغه څرګندونې کوي چې افغان حکومت ځان د رسنیو ازادۍ ته ژمن بولي، خو وایي دغه ازادي به د افغاني فرهنګ او اسلامي قوانینو په چوکاټ کې وي.
































