د پاکستاني طالبانو تحریک ويلي چې د روژې په میاشت کې د پاکستان د امنیتي ځواکونو خلاف عملیات پیلوي. د فرانس پريس خبري اژانس د راپور له مخې، پاکستاني طالبانو دا اعلان وروسته له هغې وکړ چې د پاکستان د پوځ په وینا، لږترلږه ۶ سرتېري یې د وسله والو مخالفانو په برید کې وژل شوي دي. د پاکستاني طالبانو ویاند محمد خراساني په یوه اعلامیه کې ویلي چې د پوځ او د هغه د همکارانو د ځپلو په موخه به د دوی پسرلني عملیات د روژې میاشتې په لومړۍ ورځ پیل شي. د راتلونکې اوونۍ یکشنبه یا دوشنبه به د روژې لومړي ورځ وي. د خراساني په وینا، په دې عملیاتو کې به ځانمرګي او غلچکي بريدونه، د سړک غاړې بمونه او هدفي بریدونه شامل وي. له دې اعلانه څو ساعته وروسته د پاکستاني طالبانو تحریک ډیورند فرضي کرښې ته څېرمه د هغه بريد مسوولیت هم منلی چې له کبله يې پاکستاني پوځیانو ته درنه مرګ ژوبله واوښته.












