په روسیه کې یوه نوې نظرپوښتنه ښيي چې د اوکراین د جګړې تر پیل وروسته د ولسمشر ولادیمیر پوتین د ملاتړو شمېر زیات شوی دی. د لاوادا سنټر په نوم ادارې په هغه نظرپوښتنه کې چې تازه يې پايلې خپرې شوې، ښوول شوي چې په سلو کې ۸۰ پوښتل شویو کسانو په اوکراین کې د پوتین د اقداماتو ملاتړ کړی دی. دا د فبرورۍ پر۲۴مه پر اوکراین د روسیې تر یرغل وروسته د لاوادا ادارې لومړۍ نظرپوښتنه ګڼل کېږي. دغه نظرپوښتنه د مارچ له ۲۴مې تر ۳۰ پورې په روسیه کې له ۱۶۳۲ کسانو سره د مخامخ مرکو له لارې شوې ده.
































