په پام کې ده چې د پاکستان په پارلمان کې نن د لومړي وزیر عمران خان پر ضد د اپوزیسیون ګوندونو له لوري د بې باورۍ وړاندې شوي تحریک لپاره رايې اچوونه وشي. پتيل شوې چې غونډه به د اسلام اباد پر وخت په ۱۱ نيمو بجو پيل شي. ويل شوي چې د پاکستان د پارلمان په ننۍ غونډه کې به لومړی په هغه هيواد کې د نفتو د بيو د لوړيدو په تړاو بحث وشي او وروسته به د مسلم ليګ (ن) ګوند يو مشر شهباز شريف د اپوزيسيون ګوندونو د بې باورۍ تحريک مسئله د رايې اخيستلو لپاره وړاندې کړي. په راپورونو کې ويل شوي چې د پښتون ژغورنې غورځنګ او پاکستان د پارلمان زنداني غړی علي وزير هم په غونډه کې د ګډون لپاره د پارلمان ودانۍ ته رسيدلی دی. د پاکستان پارلمان په شاوخوا کې ګڼ شمېر پوليس او مليشه ځواکونه د امنيت د ټينګښت په موخه را ټول شوي دي.
































