زابل کې د ديني عالمانو ولايتي شورا جوړه شوې ده. باختر اطلاعاتي اژانس ويلي، د ا.ا. د مشرتابه د فرمان له مخې، په زابل کې د دیني عالمانو ولایتي شورا په رسمي ډول فعالیت پيل کړ. سرچينې زياته کړې چې د ديني عالمانو ياده شورا د رییس، مرستیال او مالي او اداري مسوول په ګډون ۲۰ غړي لري چې درې غړي یې قومي مشران او مخور دي. د افغانستان ا.ا وړاندې د ديني عالمانو د يوې لويې جرګې د رامنځته کولو خبره کړې وه.
































