د ایران د سرحدي ځواکونو له لوري د افغان کډوالو د وژل کېدو شاوخوا دوه اونۍ وروسته لاهم ایرانی لوری په دې پېښه کې خپل لاس لرل نه مني. بهرنیو چارو وزارت وایي، افغان لوري په دې برخه کې خپلې ټولې څیړنې بشپړې کړې او ایراني لوري ته یې سپارلې، خو ایران له دې څیړنو سره مخالفت کړی او رد کړې یې دي. چارواکي وایي، پلټونکي پلاوي مقابل لوري ته کره شواهد او اسناده م وړاندې کړي دي خو ایران یې بیا هم له منلو ډډه کړې ده. د سرچینې په خبره، په دې پېښه کې د وژل شویو کسانو له کورنۍ سره د نقدي مرستې ترڅنګ هغوی ته یوه یوه نمره ځمکه هم په پام کې نیول شوې ده. بهرنیو چارو وزارت زیاته کړې، افغان حکومت ژمن دی چې دغه موضوع به په جدي ډول څیړي او اجازه نه ورکوي چې د افغانانو حقونه ترپښو لاندې شي.
































