چهارشنبه, اگست 5, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home افغانستان

د ولسمشر غني او عبدالله پر جوړ جاړي نړیوال غبرګونونه

Spogmai Radio by Spogmai Radio
مې 18, 2020
in افغانستان
0
د ولسمشر غني او عبدالله پر جوړ جاړي نړیوال غبرګونونه
862
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

په افغانستان کې د ډاکټر عبدالله او ولسمشر غني ترمنځ پر شوي جوړجاړي ګاونډیو او د افغانستان متحدو هېوادنو غبرګونونه ښودلي دي. دوی ددغه اقدام ستاینه کړې ده خو هیله یې څرګنده کړې چې دغه توافق په افغانستان کې د سولې او ثبات سبب شي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ویلي له جوړجاړي هرکلی کوي. دده په خبره دواړو د سولې لپاره ژمنه کړې ده او امریکا هیله لري چې ولسمشر غني او عبدالله د سولې لپاره هڅې وکړي. دده په خبره ((د سولې په برخه کې د دوی دواړو له ژمنو هرکلی کوو)).

You might also like

په مزار شریف کې د روضې د بیارغونې بېړنۍ چارې پیل شوې

قزاقستان افغانستان ته د غلو صادرات ۵۷ سلنه زیات کړي دي

حنفي: ا.ا د روغتونونو تجهیز او ظرفیت لوړونې ته ژمن دی

زلمي خلیلزاد هم ویلي چې دا یو غوره اقدام دی. ده بیا پر دواړو مشرانو غږ کړی دی چې د تېر حکومت تېروتنې تکرار نه کړي، د سولې لپاره هڅې وکړي او د طالبانو او امریکا ترمنځ ددوحې هوکړې په عملي کولو کې همکاري وکړي.

طالبان هم بې غبرګونه نه و پاتې. د طالبانو د قطر دفتر ویاند بیا په کابل کې پر روانو ناندریو غبرګون ښودلی او وایي دا هر څه د نه منلو دي. دده په وینا تر ټولو غوره لار دا ده، چې د زندانیانو تبادلې ته ادامه ورکړل شي او بین الافغاني خبرو ته تیاری وښودل شي.

ملګرو ملتونو هم ددغه توافق او جوړجاړي هرکلی کړی دی. په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه دفتر یا یونما ویلي هیله لري چې دغه توافق وکړی شي په افغانستان کې د ټولو قشرونو حقوق خوندي کړي. سرچینه وایي ((موږ د افغانستان له نوي حکومت سره لا ډېرو همکاریو ته ادامه ورکوو)).

چین هم ددغه توافق د لاسلیک هرکلی کړی دی. په کابل کې د چین سفیر ویلي له یوه لوی ملت سره همدا ښايي چې خپلې ستونزې پخپله حل کړي او د خپل هېواد د جوړېدو لپاره له یو بل سره لاسونه ورکړي. د وانګ یو په خبره د چین همکارۍ به په بېلو برخو کې له افغانستان سره روانې وي.

د ترکیې د بهرنیو چارو زارت هم ددې توافق هرکلی کړی دی. ددغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت وایي دوی هیله لري چې په دې توګه ژر تر ژره افغانستان ته دایمي سوله او ثبات راشي.

هند او ایران هم د ولسمشر غني او عبدالله عبدالله ترمنځ د جوړجاړي هرکلی کوي. ددغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت وايي دوی په افغانستان کې د سولې، یووالي، پرمختګ او دایمي ثبات غوښتونکي دي. د سرچینې په خبره دوی تل هڅه کړې چې په افغانستان کې د سولې او پرمختګ په برخه کې ګټور تمام شي او په دې هیله دي چې وروستی توافق دایمي سولې ته لار هواره کړي.

ناټو هم ددغه جوړجاړي هرکلی کړی دی. د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ وايي، ددواړو مشرانو له پرېکړې هرکلی کوي او یو همه شموله حکومت د افغانستان په ګټه دی. دده په وینا ناټو له افغانستان سره پر خپلو ژمنو ولاړه ده او تمه لري چې دواړه مشران د سولې لپاره هم هڅې ډېرې کړي.

په کابل کې د کاناډا سفارت هم ددغه توافق هرکلی کړی دی او په خبره یې افغانان بریالي شول چې اختلافات ختم کړي او د سولې او دایمي ثبات د راوستو لپاره سره متحد شي.

تازه د برېتانیا سفارت هم په یوه اعلامیه کې ددغه توافق هرکلی کړی دی. د سرچینې په خبره دغه توافق په دې مانا ده چې له کووید۱۹ سره به پر مبارزه تمرکز وشي او دغه راز د سولې او ثبات د راوستو لپاره به هڅې چټکې شي.

Tags: Top
Previous Post

امریکا کې پر کرونا د اخته کسانو شمېر تر یونیم میلیون واوښت

Next Post

غزني کې د نن سهار برید ۴۷ تنو ته مرګ ژوبله اړولې

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

په مزار شریف کې د روضې د بیارغونې بېړنۍ چارې پیل شوې
افغانستان

په مزار شریف کې د روضې د بیارغونې بېړنۍ چارې پیل شوې

by Spogmai Radio
اگست 5, 2026
قزاقستان افغانستان ته د غلو صادرات ۵۷ سلنه زیات کړي دي
افغانستان

قزاقستان افغانستان ته د غلو صادرات ۵۷ سلنه زیات کړي دي

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
حنفي: ا.ا د روغتونونو تجهیز او ظرفیت لوړونې ته ژمن دی
افغانستان

حنفي: ا.ا د روغتونونو تجهیز او ظرفیت لوړونې ته ژمن دی

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
جلالي: ټولو هېوادوالو ته به معیاري روغتیايي خدمتونه برابر شي
افغانستان

جلالي: ټولو هېوادوالو ته به معیاري روغتیايي خدمتونه برابر شي

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
د کندوز په علي اباد ولسوالۍ کې ۳۰ بستریز روغتون جوړیږي
افغانستان

د کندوز په علي اباد ولسوالۍ کې ۳۰ بستریز روغتون جوړیږي

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
Next Post
غزني کې د نن سهار برید ۴۷ تنو ته مرګ ژوبله اړولې

غزني کې د نن سهار برید ۴۷ تنو ته مرګ ژوبله اړولې

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

په چين کې د دوه رګه شولو د کر مجموعي مساحت ۶۰۰ ميليونه هکتارو ته رسیدلی

په چين کې د دوه رګه شولو د کر مجموعي مساحت ۶۰۰ ميليونه هکتارو ته رسیدلی

اکتوبر 12, 2023
ټاکنیزه مناظره: بایډن او ټرمپ یو بل په ناکامیو او بې مسولیتیو تورن کړل

ټاکنیزه مناظره: بایډن او ټرمپ یو بل په ناکامیو او بې مسولیتیو تورن کړل

جون 28, 2024

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

روبیو: د هرمز تنګي د بېرته پرانېستلو په خبرو کې پرمختګ شوی
نړۍ

روبیو: د هرمز تنګي د بېرته پرانېستلو په خبرو کې پرمختګ شوی

اگست 5, 2026
په مزار شریف کې د روضې د بیارغونې بېړنۍ چارې پیل شوې
افغانستان

په مزار شریف کې د روضې د بیارغونې بېړنۍ چارې پیل شوې

اگست 5, 2026
Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ