په پاکستان د سیاسي کړکېچ په دوام په دغه هېواد کې بېړنی حالت اعلان شوی دی. د راپورونو له مخې د پاکستان په پلازمینه اسلام اباد کې د نظامیانو حضور پراخ شوی دی او ددغه هېواد پر هوایي ډګرونو بندیزونه وضع شوي دي. د پاکستان هوایي ډګرونو ته لارښوونه شوې چې هېڅ حکومتي چارواکي ته به د تګ اجازه نه ورکوي او د پارلمان د غړو په ګډون لوړپوړي حکومتي مامورین ممنوع الخروج اعلان شوي دي. بلخوا روغتونونو او پوځیانو ته هم د تیارسی امر شوی دی او د پولیسو رخصتۍ ځنډېدلې دي. د پاکستان د مهمو حکومتي ودانیو شاوخوا نظامي تحرکات او د نظامي موټرونو او ټانکونو حضور پراخ شوی دی. بلخوا د پوځ او عمران خان ترمنځ مذاکرات هم روان دي او عمران خان هغه ګنګوسې رد کړې چې ګواکي باجوه یې له دندې ګوښه کړی دی. د پاکستان د سترې محکمې رییس بیا له رسنیو سره په خبرو کې د نظامي تحرکاتو د درولو غوښتنه کړې ده. پاکستاني او نړیوالې رسنۍ بیا وایي چې وضعیت هره شېبه د بدلېدو په حال کې دی.











