د اوکراین ولسمشر وايي، د روسیې بريد یوازې د دوی تر خاورې پورې محدود نه دی، بلکې د مسکو موخه د ټولې اروپا لاندې کول دي. ولادیمیر زلېنسکي په خپلې يوې تازه وینا کې پر لوېدیځو هيوادونو غږ کړی چې که د روسيې مخنيوی ونه کړي نو د جګړې اور به د دوی تر هيوادونو هم ورسيږي. هغه غوښتنه کړې چې د روسیې د انرژۍ پر تولیداتو بشپړ بندیزونه له جګړې د مسکو په راګرځولو کې مرسته کولای شي. د اوکراين ولسمشر ټینګار کړی چې د دغه هيواد په ختیځ کې د راغونډو شویو روسي ځواکونو پر وړاندې سختې جګړې ته چمتووالی لري، خو سره له دې هم د ملاتړو هيوادونو له لوري د تجهيزاتو د مرستو لاره څاري.
































