د خیبرپښتونخوا په جنوبي سیمو کې د یو لوړپوړي پوځي افسر په ګډون ۱۴ پاکستان عسکر وژل شوي دي او ګڼ شمېر نور ټپيان شوي دي. د پاکستاني رسنیو د راپورونو له مخې، دا بریدونه یوازې روانه اوونۍ په ډېره اسماعیل خان، کرک، بنو، شمالي او جنوبي وزیرستان کې تر سره شوي دي چې پکې نهه پولیس، دوه پوځیان او درې د میلشې عسکر وژل شوي دي. راپورونه وایي چې په وژل شویو کې یو لوړپوړی پوځي افسر هم شامل دی. د ډېری ترسره شویو بریدونو مسوولیت د پاکستاني طالبانو تحریک پر غاړه اخیستی دی.
































