د پاکستان نوی لومړی وزير وایي چې اسلاماباد له هند سره د سوله ییزو او ګټورو اړیکو غوښتونکی دی. شهباز شریف وروسته تر هغې چې له نرېندرا مودي د مبارکۍ پیغام ترلاسه کړ، وويل چې پاکستان له هند سره د ښو اړیکو پلوي کوي او د کشمير په ګډون د ټولو مسايلو لپاره د سوله ییز حل ملاتړی دی. شهباز شریف په خپل پیغام کې هند ته ویلي چې راځئ سوله ټینګه کړو او په اجتماعي-اقتصادي برخو کې د خلکو د ژوند ښه کولو ته پاملرنه زیاته کړو. ده د لومړي وزير په توګه تر ټاکل کيدو وروسته په خپله لومړۍ وینا کې د بهرني سیاست په تړاو د مخکني حکومت ناکامۍ ته اشاره کړې او ویلي يې وو چې اسلاماباد غواړي له نوې ډيلي سره ښې اړيکې ولري. د ده دې خبرې د هند لومړی وزير وهڅاوه چې د مبارکۍ پیغام ورولېږي. نرېندرا مودي په خپل پيغام کې ویلي وو چې هند د سولې، ثبات او له ترهګرو څخه د پاکې سیمې غوښتونکی دی.
































