چهارشنبه, اگست 5, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home ليکنې او تحلیلونه

افغانستان کې د بهرنيو ځواکونو جنګي جرمونه کله حسابېږي؟

لیکنه: زرینه؛ د چین میډیا ګروپ د پښتو څانګې خبریاله

Spogmai Radio by Spogmai Radio
اپریل 16, 2022
in ليکنې او تحلیلونه
0
افغانستان کې د بهرنيو ځواکونو جنګي جرمونه کله حسابېږي؟
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

استراليايي خبري رسنۍ ای بي سي خبر ورکړی، چې په افغانستان کې استراليايي ځواکونو جنګي جرمونه کړي دي، خو يوه افسر ته يې هم مجازات نه دي ورکړل شوي. د دغه هېواد د دفاعي ځواکونو قوماندان له۲۱ افسرانو څخه له تجربو د درس اخېستلو غوښتنه کړې او ۱۷ نور عسکر يې له ارزښتونو سره غيرمطابق بللي او عسکري خدمت يې بند کړی دی. دغه راز هغو لوړپوړو افسرانو ته، چې جنګي جرمونه یې کړي، ديسيپليني سزا يې لغوه کړې او دليل يې په ګوته  کړی، چې اړونده پلټنه لاهم روانه ده او ثابتول يې ښايي څو نورو کلونو ته هم اړتيا ولري.

له دې وړاندې هغه خبرونه ډېر خپاره شوي، چې وايي په افغانستان کې استراليايي ځواکونو په قصدي توګه ملکي افغانان وژلي دي. استراليا په ۲۰۲۰م کال کې يو راپور، چې د څلور کلنو تحقيقاتو په اساس جوړ شوی و، خپور کړی، چې له مخې يې د دغه هېواد پوځيانو له ۲۰۰۵ تر ۲۰۱۶ په افغانستان کې د خپل ماموريت پر مهال په خورا بې رحمانه توګه ۳۹ ملکي افغانان وژلي دي، چې پکې دوه کلن ماشوم هم شامل دی.

You might also like

د جلال‌آباد په مرکزي برخو کې په ریکشو د بندیز اغېزې

د «پنځلسم پنځه کلن پلان» د چین پرمختک ته رهبري کوي نړۍ ته ثبات او فرصتونه برابروي

د راستانه شویو هېوادوالو د سر پناه ستونزه

د استراليايي پوځيانو ظالمانه کړنو د نړيوالې ټولنې سخت غبرګونونه راپارولي دي. سياسي شنونکی عبدالجبار اکبري سي اېم جي ته وويل، چې په افغانستان کې مجرمينو بهرنیو ځواکونو ته بايد قانوني سزا ورکړل شي، خو تراوسه پورې دغه قضيه نه ده محکوم شوې. بهرني ځواکونه وايي، چې دوی افغانستان ته له مصيبتو د افغانانو د ژغورلو او ترهګرو ته د صدمې رسولو لپاره راغلي، خو افسوس چې دوی افغانانو ته ښه نتيجه نه ده رسولې، بلکې جنګي جرمونه يې کړي، بې ګناه ملکيان يې وژلي او د توغنديو په وسيله يې د خلکو کورونه ويجاړ کړي دي.

د يادونې وړ ده، چې استراليا يوازينی هېواد نه دی، چې پوځیانو يې په افغانستان کې جنګي جرمونه کړي، د دغه هېواد نږدې ملګري متحده امريکا د افغانستان په ګډون د نړۍ په ډېرو نورو ځایونو کې هم جنګي جرمونه کړي دي. په افغانستان کې تېره شل کلنه جګړه د همدغه هیواد له لوري پيل شوې او افغانان يې ډېر ځپلي دي.

نړيوالې جنايي محکمې د ۲۰۲۰م کال په مارچ کې په لومړي ځل خپلو څارنوالو ته صلاحيت ورکړی، چې په افغانستان کې د امريکايي ځواکونو د احتمالي جنګي جرمونو په اړه تحقيقات وکړي، خو امريکا سمدستي د تحقيقاتو د مخنيوي لپاره د بندیزونو خبرداری ورکړی دی. د دغه هېواد د وخت ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ۲۰۲۰م کال په جون کې د يادې محکمې پر کارکوونکو اقتصادي او سفري بنديزونه اعلان کړي او ورپسې يې نور دوه قاضيان د بنديزونو په ليست کې اضافه کړي دي، خو ۷۲ هېوادونو پر نړيوالې جنايي محکمې د امريکا یادو بنديزونو ته په غبرګون کې يوه ګډه اعلاميه خپره کړې او پدې سره يې له نړيوالې جنايي محکمې خپل ملاتړ او د امریکا له بنديزونو سره مخالفت څرګند کړي ‌دي. د خندا وړ ده چې په دغو ۷۲ هېوادونو کې د استراليا په ګډون د امريکې يو شمېر ملګري هېوادونه هم شامل دي.

لويدیځ هېوادونه هميشه د ديموکراسۍ او بشري حقونو شعار پورته کوي، خو ګڼ شمېر حقيقتونو بيا بيا د دغو هېوادونو دوه ګوني معيار او رضاکارانه څېره افشا کړې او نړيوالو ته يې خبرداری ورکړی، چې د دغو هېوادونو جنګي جرمونه باید حساب کړي او نړيوال عدالت دې په ګډه وساتي.

Previous Post

اوکراین سره مرستې؛ روسیې امریکا ته خبرداری ورکړی

Next Post

م.م تېرو ۸ میاشتو کې؛ ۲۶ زره افغان روغتيايي پرسونل ته معاشونه ورکړي

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

د جلال‌آباد په مرکزي برخو کې په ریکشو د بندیز اغېزې
ليکنې او تحلیلونه

د جلال‌آباد په مرکزي برخو کې په ریکشو د بندیز اغېزې

by Spogmai Radio
مارچ 31, 2026
د «پنځلسم پنځه کلن پلان» د چین پرمختک ته رهبري کوي نړۍ ته ثبات او فرصتونه برابروي
ليکنې او تحلیلونه

د «پنځلسم پنځه کلن پلان» د چین پرمختک ته رهبري کوي نړۍ ته ثبات او فرصتونه برابروي

by Spogmai Radio
مارچ 26, 2026
د راستانه شویو هېوادوالو د سر پناه ستونزه
ليکنې او تحلیلونه

د راستانه شویو هېوادوالو د سر پناه ستونزه

by Spogmai Radio
مارچ 14, 2026
ليکنې او تحلیلونه

د نړۍ پر مخ تور داغ – د جیفري ایسټیپن رسوایي او د انسانیت ژور ازمویښت

by Spogmai Radio
فبروري 2, 2026
تفرېح او د زړه خواله؛ جلال آباد کې د ښځینو لپاره خوندي رسټورانټونه
ليکنې او تحلیلونه

تفرېح او د زړه خواله؛ جلال آباد کې د ښځینو لپاره خوندي رسټورانټونه

by Spogmai Radio
جنوري 3, 2026
Next Post
م.م تېرو ۸ میاشتو کې؛ ۲۶ زره افغان روغتيايي پرسونل ته معاشونه ورکړي

م.م تېرو ۸ میاشتو کې؛ ۲۶ زره افغان روغتيايي پرسونل ته معاشونه ورکړي

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

ډبلیو ایف پي: سومالیا کې ۶.۵ مېلیونه خلک له سختې لوږې سره مخ دي

ډبلیو ایف پي: سومالیا کې ۶.۵ مېلیونه خلک له سختې لوږې سره مخ دي

فبروري 26, 2026
ایراني پانګوالو افغانستان کې د برېښنا تولید برخه کې پانګونې ته لېوالتیا ښودلې

ایراني پانګوالو افغانستان کې د برېښنا تولید برخه کې پانګونې ته لېوالتیا ښودلې

سپتمبر 24, 2024

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

Explorând Lumea Jocurilor de Noroc în România: O Privire Asupra Cazinourilor Online

اگست 5, 2026
Uncategorized

La Verdad Detrás de Bet300: Explorando la Legitimidad y Opciones en el Mercado Argentino

اگست 5, 2026
Uncategorized

The Allure and Risks of Online Gaming at Winit Casino

اگست 5, 2026
ډبلیو ایف پي: افغانستان کې ۳.۷ میلیونه ماشومان د شدیدې خوارځواکۍ له ګواښ سره مخ دي
افغانستان

ډبلیو ایف پي: افغانستان کې ۳.۷ میلیونه ماشومان د شدیدې خوارځواکۍ له ګواښ سره مخ دي

اگست 5, 2026
امریکا د برازیل د سفیر ویزه لغوه کړه
نړیوال خبرونه

امریکا د برازیل د سفیر ویزه لغوه کړه

اگست 5, 2026
برازیل له ارجنټاین سره د ډیپلوماټیکو اړیکو کچه ټیټه کړې
نړیوال خبرونه

برازیل له ارجنټاین سره د ډیپلوماټیکو اړیکو کچه ټیټه کړې

اگست 5, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved