د متحده عربي اماراتو یوې ورځپاڼې دې نېشنل په یوه مقاله کې لیکلي دي، سره له دې چې په افغانستان کې د ولسمشر غني او ډاکټر عبدالله ترمنځ جوړجاړی وشو خو سولې ته لا اوږده لار پاتې ده. د سرچینې په خبره ددې تر څنګ د افغان سولې لپاره په نړیواله کچه یو فرصت رامنځ ته شوی دی چې باید ضایع نه کړل شي. په مطلب کې پر افغان سیاسیونو غږ شوی چې تر هر څه سولې ته لومړیتوب ورکړی او په افغانستان کې روانه جګړه پای ته ورسوي. سرچینې پر ناټو او امریکا هم غږ کړی چې سولې ته تر رسېدو پورې دې له افغانستان خپل ځواکونه نه وباسي. په دغه مقاله کې راغلي چې طالبان هم نه یوازې دا چې تاوتریخوالی به کموي بلکې په بشپړه توګه باید جګړه ودروي، د سولې لپاره هڅه وکړي او د افغانستان د ثبات لپاره رامنځ ته شوی فرصت باید غنمیت وګڼي.
































