د فاریاب په بل چراغ ولسوالۍ کې د سختو بارانونو او سېلابونو له امله، پنځه تنه وژل شوي دي. فارياب کې سیمه ییز مسوولان وایي، دغو قربانیانو کې دوه ماشومان هم شامل دي. د فاریاب د اطلاعاتو او کلتور رییس شمس الله محمدي وایي، د درېیو تنو مړي له اوبو رایستل شوي او دوه نور تر اوسه بې درکه دي. د محمدي په وینا، سېلابونو پر مرګ ژوبلې سربېره، سلګونه جریبه کرنیزې ځمکې تخریب او لسګونه څاروي له منځه وړي دي. تېرو درېیو ورځو کې د موسمي بارانونو له امله پنجشېر، نورستان، وردګ او فاریاب ولایتونو کې سېلابونو خلکو ته ګڼ زیانونه اړولي دي.
































