په برازیل کې په یوه ورځ کې ۱۱۷۹ کسان د کرونا ناروغۍ له کبله مړه شوي او ۱۷ زره نور پرې اخته شوي دي. د کرونا ناروغۍ له خپرېدو وروسته دا په برازیل کې له دې ناروغۍ د مړه کېدو او پرې د اخته کېدو تر ټولو لوړې شمېرې دي. برازیل د ۲۸۸۸۰۰ مثبتو پېښو په ثبتېدو سره د نړۍ دریم هېواد دی چې د کرونا ویروس ډېرې مثبتې پېښې پکې ثبت شوې دي. یوازې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په دغه هېواد کې د کرونا ۱۷زره مثبتې پېښې ثبت شوې دي او په همدې موده کې ۱۱۷۹ کسان ددې ناروغۍ له کبله مړه شوي دي. ویل کېږي په برازیل کې د کرونا ویروس خپرېدل خپل وروستي حد (پیک) ته رسېدلی دی. ددې هېواد چارواکي وایي، چې لا هم په ټول برازیل کې د کرونا ویروس ټېسټونه نه دي شوي، نو ویلای شي چې کېدای شي پر دې ویروس د اخته کسان ۱۵ ځله له دې زیات وي. اوس ددغه هېواد ولسمشر جائر بولسونارو د خلکو له توندو نیوکو سره مخ دی، ځکه نوموړي کرونا ناروغۍ له یوې خفیفې ناروغۍ سره پرتله کړې وه او ویلي یې وو چې قرنطین او نورو محدویتونو ته اړتیا نه لیدل کېږي. تر اوسه پورې د روغتیا دوو وزیرانو له ولسمشر سره د همدې مخالفتونو له کبله له دندو استعفاوې ورکړې دي.
































