د امریکا په فلوریډا ایالات کې د نظامي زده کړو پرمهال د پوځ اف- ۳۵ جنګي الوتکې سقوط کړی دی. دا په یوه اونۍ کې دویمه پېښه ده. څو ورځې وړاندې هم په دې ایالات کې د پوځ «اف-۲۲ رپتور» جنګي الوتکې سقوط کړی و. امریکایي ځواکونو نن چهار شنبه اعلان کړی دی، چې یوه اف-۳۵ لایټنیګ دوه جنګي الوتکه یې د روتین زده کړو پر مهال غورځېدلې ده. ویل کېږي د الوتکې پیلوټ ځان ژغورلی او په پېښه کې چاته مرګ ژوبله نه ده اوښتې. د ایگلین هوایي ډګر مسوولین وایي، چې د پېښې په ځای کې څه نه ناڅه مالي زیان اوښتی او د الوتکې د غورځېدو د لامل په اړه یې پلټنې پیل کړې دي.
































