د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین، د فرانسې له ولسمشر امانویل مکرون، سره په خبرو کې اوکراین ته د پوځي ملاتړ او د وسلو د استولو د بندولو غوښتنه کړې او کیف یې د جګړې د پای ته رسولو په مذاکراتو کې په نه جدیت تورن کړ. پوتین ویلي دي چې کیف د نښتو د پای ته رسولو لپاره جدي کار ته تیار نه دی. کرملین د اوکراین سره د لویدیځ په پوځي مرستو انتقاد کړی او ویلي یې دي چې دا ډول اقدام د شخړې د پراخېدو سبب کیږي او مسکو خبرداری ورکړی چې د هر ډول مستقیمې مداخلې په وړاندې د ځواب ویلو حق لري. پوتین تر دې مخکې هم خبرداری ورکړی او ویلي یې دي هر هغه هېواد چې هڅه وکړي د اوکراین په جګړه کې مداخله وکړي د مسکو د برېښنا په څېر غبرګون سره به مخامخ شي.
































