بایډن له اوکراین سره د مرستو بهیر د چټکولو په موخه نوی فرمان لاسلیک کړی دی. د امریکايي رسنیو د راپورونو له مخې دغه فرمان به بایډن ته واک ورکړي چې نظامي مرستې له ډېرو بیروکراسیو او ځنډ پرته اوکراین ته ولېږي.
په دې سره بایډن له اروپايي هېوادونو او امریکایي نظامي ادارو په مستقیمه توګه او له سلسله مراتب پرته نظامي تجهیزات غوښتی شي او هغه د وخت له ضایع کولو پرته اوکراین ته لېږلی شي. ددې فرمان په مرسته اروپايي هېوادونه هم کولی شي له اسانه لارو له امریکا سره په ګډه د اوکراین مرستې ودانګي.
د امریکا حکومت وایي دوی ټوله هڅه کوي چې له اوکراین سره چټکې او پر وخت مرستې وکړي او دغه هېواد په روانه جګړه کې یوازې پرې نه ږدي.
































