امریکا له کرونا وبا سره د مبارزې په موخه پاکستان سره د شپږ میلیونه ډالرو مرستې اعلان کړی دی. په اسلام اباد کې د امریکا سفیر پال جونز د کوچني اختر په مناسبت خپاره کړي پیغام کې پاکستان سره د یادې مرستې اعلان کړی دی. جونز ویلي، دا پیسې به د کرونا ویروس د ناروغانو د درملنې په برخه کې ولګول شي. د نوموړي په خبره امریکا هڅه کوي له یاد هېواد سره په دې حساس او ګواښوونکي وضعیت کې خپلو مرستو ته دوام ورکړي. د امریکا له لوري پاکستان سره د دې مرستې اعلان وروسته تر هغه کېږي چې پاکستان څه موده وړاندې امریکا ته له کرونا نه د ژغورنې ځینې طبي توکي لیږلي دي.
































