چهارشنبه, اگست 5, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home ليکنې او تحلیلونه

د افغانستان کارپوه:د یو کمربند او یوې لارې پروژه د افغانستان لپاره ځانګړی ارزښت لري

لیکنه: ډېوه؛ د چین میډیا ګروپ خبریاله

Spogmai Radio by Spogmai Radio
مې 14, 2022
in ليکنې او تحلیلونه
0
د افغانستان کارپوه:د یو کمربند او یوې لارې پروژه د افغانستان لپاره ځانګړی ارزښت لري
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

You might also like

د جلال‌آباد په مرکزي برخو کې په ریکشو د بندیز اغېزې

د «پنځلسم پنځه کلن پلان» د چین پرمختک ته رهبري کوي نړۍ ته ثبات او فرصتونه برابروي

د راستانه شویو هېوادوالو د سر پناه ستونزه

افغانستان اوس له سخت بشري بحران سره مخ دی او هم د بيا رغونې په کليدي پړاو کې دی او په داسې حالاتو کې له ګاونډيو هېوادونو سره نږدې همکاريو ته اړتيا لري.

 د افغانستان سرپرست حکومت څو ځلې ويلي، چې د چين د يو کمربند او يوې لارې پروژه د دغه هېواد د سيمه ايز پرمختګ لپاره ډېرې ګټې لري او هېله يې ښودلې، چې افغانستان هم په دغه پلان کې شامل شي. چين د افغانستان هر کلی کړی، چې د خپلې سولې او ثبات د ساتلو لپاره د يو کمربند او يوې لارې په پلان کې ګډون وکړي.

د چين ميډيا ګروپ د پښتو څانګې خبريالې په دې اړه د افغانستان د اقتصادي چارو کارپوه او د کابل پوهنتون له استاد شفيق اميرزی سره ځانګړې مرکه کړې ده.

ښاغلي شفيق اميرزی د ورېښمو لرغونې لارې په اوږدو کې د افغانستان د روښانه مقام په اړه وويل، چې افغانستان په سیمه کې د سوداګرۍ او ارتباط لپاره خورا ستراتژیک موقعیت لري. دا موقعیت نه یوازې اوس په مدرنه سوداګرۍ کې د ارزښت وړ دی، بلکې د تاریخ په اوږدو کې یې د افغانستان او سیمې لپاره خورا ډېر ارزښت لرلی دی. سلګونه کاله پخوا افغانستان د سوداګرۍ او سوداګریزو کاروانونو د تګ راتګ لپاره مهمه لار وه. د ورېښمو لارې له افغانستان تېرېده چې د تاریخي لیکنو له مخې د شاوخوا ۱۷۰۰ کلونو لپاره سوداګرو دا لار د خپلو سوداګریزو توکو د لېږد رالېږد لپاره کاروله. دې لارې به مرکزي او جنوبي اسیا سره وصلول او ډېری اسیايي هېوادونه یې ان له اروپا او افریقا سره هم تړل.

 افغانستان د لويديځې، جنوبي او منځنۍ اسيا د تقاطع په نقطه کې واقع دی او جغرافيا يې د يو کمربند او يوې لارې په اوږدو کې مهم مقام لري. په دې اړه ښاغلي شفيق اميرزي داسې نظر څرګند کړ، چې اوس هم افغانستان په سیمه کې د اقتصاد او سوداګرۍ لپاره خورا ارزښتمن دی. دا چې اوږدې جګړې افغانستان ځپلی او اقتصاد یې کمزوری کړی دی نو د پراختیا او پرمختګ په هر ډول سیمه ییزه پروژه کې یې ګډون مهم دی. د چین یو کمربند یوه لار پروژه چې په سیمه کې د پراخ اقتصادي اتصال لپاره جوړه شوې ده، د افغانستان لپاره ځانګړی ارزښت لري او د دې اړتیا ده چې افغانستان په دې پروژه کې ګډون ولري څو په سیمه ییز او نړیوال اقتصادي سېرکل او همدا راز ترانزیت او سوداګرۍ کې خپل تاریخي ارزښت بېرته راژوندی کړي.

د يو کمربند او يوې لارې په پلان کې په دې وروستيو کلونو کې زياتې پروژې عملي شوي او اړوندو هېوادونو ته يې ډېرې ګټې رسولې دي.

افغانستان هم خپل جلغوزي د دې پلان په مټ د الوتکو له لارې چين ته ليږدولي او د افغانستان تلاک په ۲۰۱۹م کال کې د اورګاډي له لارې له مزارشريف څخه د چين شينجيانګ ته ورسيد، برسيره پر دې، مرستندويه توکي هم په اورګاډو کې افغانستان ته وړل کيږي.
ښاغلي شفيق اميرزي وويل، چې ون بېلټ ون روډ یعنې یو کمربند یوه لار پروژه د چین له لوري پيل شوې ده. پخوا د ورېښمو لار هم له همدې هېواد پیلېده، نو د چین نوې اقتصادي پالیسي دا ده چې د همدې لارې په بیا فعالولو سره د سیمې او نړۍ هېوادونه سره وصل کړي. دا ځکه ګټوره چاره ده چې سالم اقتصادي فعالیتونه به د ملتونو ترمنځ اړیکې پراخې کړي او تر څنګ به یې د دې سبب شي چې سیمه او په دې پروژه کې ګډون کوونکي هېوادونه اقتصادي وده وکړي. هغه هېوادونه چې په دې پروژه کې ګډېږي هم به اقتصادي وده کوي، هم به یې تاریخي ارتباط بېرته پياوړی کېږي او هم د کلتوري، علمي او اقتصادي تجربو د شریکولو لړۍ پراخه او چټکه شي.

د ښاغلي شفيق اميرزي په اند، افغانستان هم د هغو هېوادونو له ډلې دی چې چټکې ودې او پرمختګ ته اړتیا لري. نو د ون بېلټ او روډ په پروګرام کې د افغانستان کډېدل او په دې سالم اقتصادي فعالیت کې شریکېدل به د ودې سبب شي. دا چې افغانستان په وچه کې حصار هېواد دی نو اړینه ده چې په داسې یوه ستره نړیواله سوداګریزه او ترانزیتي لاره کې شریک شي. هغه وويل، ځکه افغانستان داخلي زراعتي تولیدات لري، لاسي صنایع لري، د کانونو استخراج ته اړتیا لري او د دې هر څه پلور او ترې ګټه کول لارو ته اړتیا لري او دا لارې د نړیوالو له همکارۍ پرته نه شي جوړېدلی. له همدې امله افغانستان اړتیا لري چې په دې لاره کې ګډ شي.

د روان کال د مارچ په ۲۴مه نېټه د چين د دولتي شورا غړي او بهرنيو چارو وزير وانګ يي له افغانستان څخه د ليدنې په وخت کې وويل، چې چين هرکلی کوي، چې افغانستان د يو کمربند او يوې لارې په پلان کې ګډون وکړي او غواړي، چې د چين او پاکستان اقتصادي دهليز افغانستان ته هم وغځوي، تر څو د اسيا زړه افغانستان د سيمې د هېوادونو تر منځ د تګ راتګ پل وګرځي.

ښاغلي شفيق په پای کې د افغانستان پر وړاندې د ننګونو په هکله وويل، چې موږ مخکې هم یادونه وکړه چې افغانستان پخوا هم د ورېښمو لارې د اتصال لپاره مهم و. نن هم د سترو مواصلاتي پروژو په بشپړولو کې مهم او ارزښتانک موقعیت لري. خو اوس د دغه ډول پروژو د عملي کولو لپاره باید خنډونه له منځه لاړ شي. امنیت تامین شي، ثبات رامنځ ته شي، د پانګونې لپاره ډاډ رامنځ ته شي، څو نړیوالې پانګونې او د سترو پروژو عملي کولو ته زمینه برابره شي.

Previous Post

د روان کال په لومړيو ۴ مياشتو کې د چين د وارداتو او صادراتو عمومي ارزښت ٪۷.۹ زياتوالی ښيي

Next Post

د ا.ا.ا مالیې وزارت د ۱۴۰۱ مالي کال بودجه اعلان کړه

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

د جلال‌آباد په مرکزي برخو کې په ریکشو د بندیز اغېزې
ليکنې او تحلیلونه

د جلال‌آباد په مرکزي برخو کې په ریکشو د بندیز اغېزې

by Spogmai Radio
مارچ 31, 2026
د «پنځلسم پنځه کلن پلان» د چین پرمختک ته رهبري کوي نړۍ ته ثبات او فرصتونه برابروي
ليکنې او تحلیلونه

د «پنځلسم پنځه کلن پلان» د چین پرمختک ته رهبري کوي نړۍ ته ثبات او فرصتونه برابروي

by Spogmai Radio
مارچ 26, 2026
د راستانه شویو هېوادوالو د سر پناه ستونزه
ليکنې او تحلیلونه

د راستانه شویو هېوادوالو د سر پناه ستونزه

by Spogmai Radio
مارچ 14, 2026
ليکنې او تحلیلونه

د نړۍ پر مخ تور داغ – د جیفري ایسټیپن رسوایي او د انسانیت ژور ازمویښت

by Spogmai Radio
فبروري 2, 2026
تفرېح او د زړه خواله؛ جلال آباد کې د ښځینو لپاره خوندي رسټورانټونه
ليکنې او تحلیلونه

تفرېح او د زړه خواله؛ جلال آباد کې د ښځینو لپاره خوندي رسټورانټونه

by Spogmai Radio
جنوري 3, 2026
Next Post
د ا.ا.ا مالیې وزارت د ۱۴۰۱ مالي کال بودجه اعلان کړه

د ا.ا.ا مالیې وزارت د ۱۴۰۱ مالي کال بودجه اعلان کړه

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

اروپايي ټولنې له افغانستان سره ۳.۲ میلیونه یورو مرسته اعلان کړه

دسمبر 24, 2023
ټرمپ: ټولنیزي شبکې که منظمې نه شي بندو یې

ټرمپ: ټولنیزي شبکې که منظمې نه شي بندو یې

مې 28, 2020

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved