اوکراین وایي نړۍ له لوږې د ژغورل کېدو لپاره له اوکراین سره د وسلو مرسته وکړي. د اوکراین ولسمشر ویلاديمیر زلینسکي په یوه خبري کنفرانس کې د خبرو پر مهال ویلي، څومره چې اوکراین محاصره کېږي دومره نړۍ له لوږې او ستونزو سره مخ کېږي.
دده په خبره وروستیو جګړو له اوکراین نړۍ ته د خوړو او نورو غذايي توکو پر صادراتو منفي اغېز کړی دی او که لړۍ همداسې دوام وکړي ګڼ هېوادونه به د خوراکي توکو له کمښت سره مخ شي.
هغه زیاته کړې چې له نړۍ د وسلو او مهماتو غوښتنه کوي. اوکراین هغه اروپايي هېواد ګڼل کېږي چې په پراخه پیمانه اروپايي او ځینو نورو هېوادونو ته خوراکي توکي صادروي او په یاده سیمه کې د اروپا په کندو هم مشهور دی.
































