د بشري حقونو خپلواک کمیسیون د جګړې له ښکېلو لوریو د اوربند د دوام غوښتنه کړې ده. د یاد کمیسیون د اړیکو مسوول ذبیح الله فرهنګ ویلي، دوی د جګړې له ټولو ښکېلو خواو غواړي چې اوربند وکړي او د اوربند پر دوام داوړې غاړې د سولې بین الافغاني خبرو ته سره کېني. فرهنګ زیاته کړې، دوی هیله لري چې د سولې بین الافغاني مذاکرات په افغانستان کې د جګړې د پای ته رسېدو او د بشري حقونو د نقضولو د مخنیوي لامل شي. د هغه په وینا د اوربند دوام به د بین الافغاني مذاکراتو د پیل لپاره زمینه برابره کړي او ورسره به د ولسي وګړو د خوندیتوب لامل هم شي. د یادونې ده چې طالبانو او افغان حکومت د اختر درې ورځې اوربند اعلان کړی دی چې نن یې وروستۍ ورځ ده.
































