د اسراییلي حکومت د اپوزیسیون او د دغه هېواد د (اسراییل زموږ کور) په نامه د ښي اړخي ګوند مشر اویګدور لیبرمن د یاد هېواد لومړی وزیر بنیامین نتانیاهو کورنیو جګړو ته په لمن وهلو تورن کړی دی. هغه ویلي، د نتانیاهو بې مسوولیتي به اسراییل کې کورنۍ جګړې رامنځته کړي. د لیبرمن په خبره، نوموړی له خپلې قضایي دوسیې څخه د خلاصون په موخه، پارونکي څرګندونې کوي او پر خپلو مخالفینو باندې بې ځایه تورونه پورې کوي. دا په داسې حال کې ده چې نتانیاهو د تېر اختر په لومړۍ ورځ په فساد کې د خپلې ښکېلتیا په اړه محکمې ته د سپیناوي په موخه تر تلو مخکې دا دوسیه د سترې محکمې، د (اسراییل زموږ کور) ګوند او یو شمېر نورو کورنیو کړیو دسیسه وبلله او زیاته یې کړه چې دا کړۍ غواړي د اسراییل حکومت رانسکور کړي.
































