سختو سیلابونو په بنګلدیش کې څلور میلیونه خلک زیانمن کړي دي. د راپورونو له مخې له تېرې یوې اوونۍ راهیسې په بنګلدیش کې سخت ورښتونه پيل شوي دي چې له امله یې سلګونه کلي تر اوبو لاندې شوي او په هند کې د یوه بند ماتېدو هم په بنګلدیش کې د سیندونو اوبه ډېرې کړې دي. د بنګلدیش ځینو ادارو ویلي چې څلور میلیونه خلک د سیلابونو له امله بېځایه شوي، کورونه یې تر اوبو لاندې شوي او نورو سیمو ته کډه کولو ته اړ شوي دي.
نهه کسه تر دې دمه د سیلابونو له امله مړه شوي هم دي. سرچینې وایي چې د اوبو ډېرېدو د ډېری ولسوالیو ډېره برخه تر اوبو لاندې کړې دي، چې په دې کې کرنیزې ځمکې او د خلکو کورونه شامل دي. د بنګلدیش حکومت وایي دوی له خلکو سره په مرستو بوخت دي خو د زیانمنو شمېر خورا ډېر دی او د سیلابونو دا کچه په تېرو شلو کلونو کې بې مخینې وه.
































