امریکایي استازي وايي د ایران پر وړاندې باید اقدامات جدي شي. ګڼو امریکايي استازو د ایران او امریکا ترمنځ د اټومي مذاکراتو په تړاو غبرګون ښوودلی دی او په خبره یې امریکا باید ژر تر ژره دغه مسئله یو اړخیزه کړي. د دوی په خبره څومره چې د ایران په اټومي مذاکراتو کې ځنډ راځي سیمې ته خطرونه هومره ډېرېږي. د دوی په خبره که مذاکرات پایلې ته نه رسېږي نو ددې جدي اړتیا ده چې د ایران پر وړاندې امریکا په نظامي اقداماتو لاس پورې کړې، ځکه تهران په سیمه کې د ترهګرو ملاتړی دولت دی او دا وضعیت نړۍ او امریکا ته د منلو نه دی.
































