د جنوبي کوریا نظامي چارواکو ویلي چې شمالي کوریا سیمې ته د ولسمشر بایډن له سفر سره هممهاله د جنوبي کوریا اوبو ته درې بالستیک توغندي توغولي دي. د جنوبي کوریا چارواکي وايي چې د شمالي کوریا ازمویښتونه د اندېښنې وړ دي او د وروستیو ازمویښتونو په اړه هم پوره معلومات نشته دي. بلخوا نړیوالې رسنۍ وایي چې دا په روان کال کې اوولسم ځل دی چې شمالي کوریا بالستیک توغندي ازمويي. تر دې وړاندې امریکا ویلي چې ښایي شمالي کوریا ډېر ژر قاره پیما هستوي توغندي و ازمويي چې په دې سره به پر دغه هېواد نړیوال فشارونه لا ډېر کړل شي.
































