امريکا، ترکيې ته خبرداری ورکړی چې د سوريې په شمال کې د عملياتو له پيلولو ډډه وکړي. د امريکا د بهرنيو چارو وزارت ويلي چې په سوريه کې د ترکيې نظامي عمليات امريکايي سرتېري له خطر سره مخ کوي. دا خبر په داسې حال کې دی چې ترکيې تازه د سوريې په شمال کې د ۳۰ کيلومترو په پراخوالي سره د امنيتي زون د رامنځته کولو په موخه د نظامي عملياتو پيل ته د چمتووالي خبر ورکړی و. د امريکا د بهرنيو چارو وزارت ویاند نيډ پرايس يوه خبري کنفرانس ته وويل چې متحد ايالتونه د ترکيې په جنوب کې د انقرې امنيتي اندېښنې د درک وړ بولي، خو د عملياتو د پيل پر پلان يې جدي اندېښنه څرګندوي. هغه ويلي چې هيواد يې د تاوتريخوالي د زياتيدو لپاره هر ډول اقدام غندي او د اوسني اوربند په پاتې کيدو ټينګار کوي.
































