د سینیګال په يوه زيږنتون کې د اور لګيدنې له کبله يوولس نوي زيږيدلي ماشومان وژل شوي دي. د سينيګال ولسمشر ماکې سال په یوه ټويټ کې ویلي، اور د تېواني سیمې د عبدو عزیز روغتون د زېږنتون په څانګه کې لګېدلی و. د اور لګيدنې علت د برېښنا شارټي ښوودل شوې ده. د تېواني ښاروال ديمبا ديوپسي ويلي، اور وژونکي بريالي شوي چې درې ماشومان د اور له لمبو وژغوري. هغه رسنيو ته ويلي چې اور په چټکۍ سره خپور شوی چې له کبله يې مرګ ژوبله اوښتې ده. رسنيو ويلي، ياد روغتون تازه پرانيستل شوی و. د سينيګال د عامې روغتيا وزير ويلي، د پېښې په اړه به پلټنې وکړي.
































