ترکیې ويلي چې که فنلنډ او سویډن يې امنیتي اندیښنو ته پام ونه کړي، انقره به يې په ناټو کې د غړيتوب مخه ونيسي. د ترکیې د ولسمشر ویاند ابراهیم قالین په انقره کې د سویډن او فنلنډ له استازو سره تر ملاقات وروسته ويلي، دغو دوو هیوادونو ته یې د ترکیې اندیښنو ته د رسیدګي په اړه د مراحلو او وخت په اړه روښانه پیغام ورکړی دی. ترکیه وایي یادو هیوادونو د کردستان د کارګر ګوند غړو ته پناه ورکړې ده. قالین زياته کړې چې د سویډن او فنلنډ استازو ورته د ترکيې امنيتي اندېښنو ته د پاملرنې ډاډ ورکړی، خو په وينا يې چې انقره غواړي هر څه په عمل کې وويني. انقرې؛ فنلنډ او سويډن پر دې هم تورن کړی چې د فتح الله ګولن ملاتړو ته يې پناه ورکړې. ګولن په ترکيه کې د۲۰۱۶ کال په کودتا کې په لاس لرلو تورن دی.
































