اوکراین د جګړې د دوام لپاره پیاوړي توغندي ترلاسه کړي دي. د اوکراین حکومت وایي چې د بېړیو او الوتکو ضد امریکايي توغندي و رسېدلي دي او دا به یې دفاعي ځواک لا پیاوړی کړي. سرچینه کاږي چې نوي توغندي په هر ډول شرایطو کې د بېړیو او الوتکو د ویشتلو وړتیا لري او کولی شي ځان له څارونکو رادارونو بچ کړي.
اوکراین ویلي چې دا د روسیې لپاره د خطر زنګ دی. بلخوا روسیې بیا ادعا کړې چې تازه یې د اوکراین ځینې واړه ښارونه نیولي دي او سرتېري یې د پرمختګ په حال کې دي.
































