په اوکراین کې جګړې شدیدې شوې دي. د راپورونو له مخې روسي ځواکونو تازه پر دونباس او ځینو نورو ښارونو خپل هوایي بریدونه ډېر کړي دي. ویل کېږي چې دوی هڅه کوي ځینې ښارونو له منځه یوسي ځکه د اوکراین جګړه اوږده شوه او د روسیې حوصله یې نوره ختمه کړې ده. له دې سره جوخت د اوکراین ولسمشر ویلادیمیر زلینسکي د اوکراین ختیځ ته تللی دی. دا د جګړې تر پیل وروسته لومړی ځل دی چې زلینسکي له جګړو ډکې دې سیمې ته ځي. په ورته وخت کې ځینو اروپایي هېوادونو له روسیې غوښتي چې له اوکراین سره د خبرو لار خپله کړي او خپلو جګړو ته پای ټکی کېږدي.
































