روسيې ويلي، د انقرې په همکارۍ د اوکراين د جګړې له کبله د تړل شويو بندرونو ازادولو ته چمتو دي. دا خبره د روسيې ولسمشر ولاديمير پوتين خپل ترکي سيال رجب طيب اردوغان ته کړې ده. د کريميلين په يوه خبرپاڼه کې د پوتين له قوله ويل شوي چې په دې کې به د اوکراين بندرونه هم شامل وي. د اوکراین په بندرونو کې د تجارتي مالونو لسګونه بېړۍ ايسارې او د روسي ځواکونو له لوري محاصره دي. دا چاره د دې سبب شوې چې له اوکراينه د غنمو او نورو خوراکي توکو صادرات په ټپه ودريږي. نړيوالې ټولنې په وار وار له مسکوه غوښتي چې د اوکراين د بندرونو کلابندي خلاصه او د غلو صادراتو ته اجازه ورکړي. روسيې د بندرونو د پرانيستې لپاره پر دغه هيواد د بنديزونو لرې کول د شرط په توګه وړاندې کړي وو.












