د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ وایي، د فنلنډ له لومړۍ وزيرې سره یې کتلي او د ترکیې له ولسمشر سره یې په ناټو کې د فنلنډ او سویډن د غړیتوب پر موضوع خبرې کړې دي. ستولتنبرګ چې تېره اونۍ واشنګټن ته په سفر هم تللی و په يوه ټويټ کې ويلي چې د فنلنډ له لومړۍ وزيرې سانا مارین سره یې په واشنګټن کې کتلي او د ترکيې هغه اندېښنې يې ورسره شريکې کړې دي چې په ناټو کې د دغه هيواد غړيتوب یې له خنډونو سره مخ کړی دی. د ترکیې ولسمشر رجب طيب اردوغان وړاندې ویلي، په ناټو کې د شمالي اروپا د دغو دواړو هېوادونو له غړیتوب سره ځکه مخالف دی چې دواړه د ترهګرو ډلو ملاتړ کوي. له ترهګرو د اردوغان موخه د کردستان د کارګر ګوند هغه غړي دي چې په سويډن او فنلنډ کې مېشت دي. د کردستان د کارګر ګوند وسله وال د خپلواکۍ لپاره له ترکيې سره جګړه کوي.
































