د تمیس بیو ساینس په نامه د واکسین جوړولو اتریشي شرکت غواړي چې د کرونا احتمالي واکسین د نړیوالو په واک کې ورکړي. ددغه اتریشي شرکت رییس اریش توبر ویلي، چي هیچا ته به دغه واکسین ته د لاس رسي په برخه کي لومړیتوب ور نه کړل شي. هغه زیاته کړې د مرک شرکت په تېرو وختونو کې ښودلې چې واکسین به د ټولو هغو کسانو په اختیار کي ورکړي چې اړتیا ورته لري. د هغه په خبره دا کار به د کرونا ناروغۍ د واکسین جوړولو کار لا پسې چټک کړي. ددغه شرکت له خوا جوړیدونکی احتمالي واکسین اوس تر لومړنیو ازموینو لاندې دی او سږکال به پر بدن باندې د هغه معلومول پيل شي.
































