د سعودي عربستان د پوهنتونونو د چارو شورا په لومړي ځل د ملک سعود ریاض په نامه د دغه هېواد په مشهور پوهنتون کې د تیاتر او سینما پوهنځي په پرانیسلو سره ویلي چې ډېر ژر به د سعودي په ټولو پوهنتونونو کې د هنر او موسیقي په نوم پوهنځي پرانیستل شي. الشرق الاوسط ورځپاڼې د سعودي د فرهنګ د وزیر بدر بن عبدالله بن فرحان له قوله ویلي چې دا ګام یې د فرهنګي فعالیتونو د پراختیا لپاره اخیستی دی. د ملک سعود پوهنتون رییس بدر العمر هم دا چاره د هېواد د فرهنګ او کلتور د لا روښانتیا لپاره اړین ګام بللی دی او زیاته کړې یې ده چې له دې لارې به هم ګڼ شمېر کسان د هېواد او خلکو خدمت ته دوام ورکوي او په دې سره به د ځوانانو په منځ کې د پردۍ موسیقي او هنر د ترویج مخه ونیول شي.
































