چهارشنبه, اگست 5, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home نړیوال خبرونه

د واشنګټن د زورواکۍ لمر په ډوبېدو دی

Spogmai Radio by Spogmai Radio
جون 7, 2022
in نړیوال خبرونه
0
د واشنګټن د زورواکۍ لمر په ډوبېدو دی
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

You might also like

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

ټاکل شوې چې د امریکا لویې وچې نهمه سرمشریزه غونډه د جون په ۶مه نېټه د متحده ایالاتو په لوس انجلس کې ترسره شي، خو واشنګټن پرېکړه کړې، چې په دغې غونډې کې به کيوبا، وينزويلا او نيکاراګوا ته د

 ګډون بلنه نه ورکوي.

 د څو امريکايي هېوادونو مشرانو د واشنګټن د يادې پرېکړې له امله پر دغې سرمشریزې غونډې نیوکې کړې دي.

د چارو شنونکي په دې اند دي، چې ښايي ياده سرمشريزه ښې اغېزې ونه لري.

د امریکا سرمشریزه غونډه په لومړي ځل ۱۹۹۴م کال ترسره شوه او دا د متحده ایالاتو دوهم ځل دی، چې د يادې سرمشریزې کوربتوب کوي.

واشنګټن په تېر اپریل کې د ډیموکراسۍ په پلمه د یادو هېوادونو مشرانو ته د امريکې لویې وچې په سرمشريزې کې د بلنې نه ورکول اعلان وکړ، خو دغه کړنه يې د لاتیني امریکا د ځينو هېوادونو له سخت غبرګون او مخالفت سره مخ شوې ده.

د مکسیکو، بولیویا په شمول د ځینو هېوادونو مشرانو ویلي، که واشنګټن د امريکې لويې وچې د ټولو هېوادونو مشرانو ته بلنه ور نه کړي، نو دوی به هم په دغه سرمشریزه کې ګډون ونه کړي.

د بولیوار لیګ ۲۱مه سرمشریزه څو ورځې مخکې ترسره شوه او يوه ګډه اعلاميه  يې خپره کړې ده.

د بولیوار لیګ په دغې اعلاميې د امريکا متحده ايالاتو ياده پرېکړه غندل شوې ده.

ياده اعلاميه وايي، چې واشنګټن د امريکا لويې وچې د سرمشریزې غونډې له کوربتوب څخه ناوړه ګټه اخلي او د لاتيني امریکا او د کارابین ځيني هیوادونه يې ګوښه کړي دي.

 د لاتيني امریکا ډېرو هېوادونو شک ښودلی، چې دا د امریکا د لويې وچې سرمشریزه ده او که د امريکا هېواد؟

متحده ایالت له ۱۸۲۳م کال راهیسې د لاتيني امریکا د کنټرول په موخه مونرو دوکترين((Monroe Doctrine)) نظریه طرحه او پلې کوي، چې له امله يې د لاتيني امریکا هېوادونه ډېر زیانمن شوي دي.

 د امریکا د بهرنیو چارو پخواني وزیر جان کیري د ۲۰۱۳م کال په نومبر کې د امریکا لويې وچې د هېوادونو په یوې غونډې کې وويل، چې د مونرو دوکترين نظریې موده پای ته رسېدلې او متحده ایالت د لاتيني امریکا هېوادونه يو شان همکاران بولي.

حقیقت هېڅ نه دی بدل شوی

متحده ایالت د امریکا د سرمشریزې غونډې له کوربتوب ناوړه ګټه اخلي او غواړي، د لاتیني امریکا ځيني هېوادونه ګوښه وساتي.

د چارو شنونکي پر دې اند دي، چې د واشنګټن د سياستوالو په  فکر کې لا هم مونرو دوکترين نظريه  شتون لري.

د مکسيکو د ایبلیا پوهنتون د نړیوالو اړيکو کارپوه خاویر لیس په دې اند دی، چې متحده ایالت د امریکا لویې وچې د سرمشریزې غونډې د کوربتوب حق په کارولو سره خپله زورواکي پیاوړې کوي او دغه کړنه يې د یووالي پر ځای هيوادونه سره پاشي او د لاتيني امريکا د هېوادونو هيلې مړاوې کوي، نو ځکه د واشنګټن دغه کړنه د ډېرو هيوادونو له سخت مخالفت سره مخ شوې ده.

د واشنګټن يوه موخه دا ده، چې د لاتيني امریکا پر ځینو هېوادونو فشارونه راوړي، تر څو د چین ضد رویه غوره کړي، خو په دغه شوم نيت کې هم پاتې راغلی دی.

د لاتیني امریکا د هېوادونو موخه مقابله نه ده، بلکې دوی اقتصادي پرمختګ ته اړتيا لري او هڅې کوي، چې خپل اقتصادونه وغوړوي.

د کولمبیا ولسمشر دوک مارکس څو ورځې مخکې د واشنګټن له خبریالانو سره په مرکې کې ویلي، چې هغه په لاتيني امریکا کې د چین پانګونې ګواښ نه بولي او پر متحده ایالت يې غږ کړی، چې له چین سره یو ځای په لاتيني امریکا کې د ستراتيژيکو بنسټیزو تاسیساتو جوړونه وهڅوي.

د ارجنټاین خبري رسنيو د تېر مې په پای کې خبر ورکړی، چې دغه هېواد به د لاتيني امریکا او کارابين هېوادونو لیګ د رئیسه هېواد په حیث یوه سرمشریزه غونډه ترتیب کړي او د امریکا د سرمشریزې غونډې په عین وخت کې به یې ترسره کړي.

 که ارجنټاين  دغه پلان عملي کړي، نو دا به د متحده ایالت د زورواکۍ پر وړاندې  د مبارزې یو پياوړی ګام وي.

د امریکا سرمشریزه غونډه د لاتيني امریکا د ډېرو هېوادونو په مخالفت او احتجاج کې ترسره کېږي.

داسې ښکاري، چې د متحده ایالاتو د یواړخیزې زورواکۍ لمر په ډوبېدو دی.

Previous Post

کندهار څخه د ۹۶ میلیون ډالرو په ارزښت ممیز بهر ته صادر شوي

Next Post

د چین استازی: په اوربند او سولې کې د ښځو او ماشومانو حقونه ساتل کيږي

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
بېجینګ: جاپان باید تاریخي درسونه زده او محتاط عمل وکړي
نړیوال خبرونه

بېجینګ: جاپان باید تاریخي درسونه زده او محتاط عمل وکړي

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
Next Post

د چین استازی: په اوربند او سولې کې د ښځو او ماشومانو حقونه ساتل کيږي

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

امریکا؛ هغه شتمن چې د بېوزلو لوټول یې دنده ده

امریکا؛ هغه شتمن چې د بېوزلو لوټول یې دنده ده

سپتمبر 11, 2022
رینا امیري: د افغان مېرمنو له وړتیاوو باید د افغانستان د پرمختګ لپاره استفاده وشي

رینا امیري: د افغان مېرمنو له وړتیاوو باید د افغانستان د پرمختګ لپاره استفاده وشي

مارچ 2, 2022

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ