د خيبر پښتـونخوا په صوابۍ کې په یوه وسله وال بريد کې دوه پاکستاني عسکر وژل شوي دي. د پاکستاني پوليسو د معلوماتو له مخې دغه بريد تېره شپه د کلابټ په سيمه کې شوى دى. پاکستاني چارواکو ويلي چې ياد بريد د عسکرو پر موټر د ګزمې پرمهال شوى دى او بريدګر هم وژل شوى دى. پر پاکستاني پوځ هم له اوربند سره سره بریدونه نه دي درېدلي او هره ورځ ګڼو پوځیانو ته مرګ ژوبله اوړي. دا بریدونه او نښتې داسې مهال ترسره کېږي چې پاکستاني حکومت له پاکستاني طالبانو سره د سولې لار خپله کړې ده او د دواړو لورو ترمنځ اوربند هم غځېدلی دی.
































