د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ويلي، که څوک د ايران د سپاه پاسداران او قدس ځواکونو د مالي شبکې په اړه معلومات ورکړي نو دوی به ۱۵ ميليونه ډالره جايزه ورکړي. دا خبر د امريکا په بهرنيو چارو وزارت پورې تړلې ټويټر پاڼې ار ايف جي يا د عدالت لپاره جايزې پاڼې خپور کړی دی. د امريکا د بهرنيو چارو وزارت ويلي چې سپاه پاسداران د مالي تمويل لويه شبکه لري او د مختلفو ميکانيزمونو په کارولو سره يې دغه شبکه فعاله ساتلې ده. سرچينې زياته کړې چې لوی شرکتونه او ادارې له سپاه پاسداران سره مرسته کوي چې د مالي تمويل شبکه او پټ فعاليتونه يې افشا نه شي. د ايران د بهرنيو چارو وزارت بيا د امريکا دا اعلان د رواني جګړې هڅه بللې او ويلي يې دي چې د سپاه پر فعاليتونو به هيڅ اغيز ونه کړي.
































