د روسیې ولسمشر ولادیمر پوتین ويلي، پر روسيې د لويديځ له لوري د بنديزونو لګول ليونتوب دی. ده د سنټ پيټرزبرګ نړيوال اقتصادي فورم ته په وينا کې وويل چې اقتصادي بنديزونه تر روسيې ډېر د بندیزونو لګوونکو ته زيان اړوي. هغه وويل چې د بندیزونو له کبله اروپايي اتحاديې ۴۰۰ ميليارده ډالره زيان کړی. په ورته مهال د روسيې ځينو نورو چارواکو او ادارو بيا ويلي چې د تېر کال کچې ته يې د هيواد د اقتصادي ودې رسيدل ښايي يوه لسيزه وخت ونيسي. د دغه هيواد لويې پور ورکوونکې ادارې سبربانک ويلي، د هيواد د اقتصادي ودې بېرته سمېدل يې که که ناممکنه چاره نه وي نو په لنډ مهال کې شونې چاره هم نه ده.
































