چین په عراق کې اته زره ښوونځي جوړوي. د عراق د لومړي وزیر له دفتره په خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې د چین او عراق د اقتصادي هوکړې د برخې په توګه به چین په عراق کې په راتلونکو دوو کلونو کې اته زره ښوونځي جوړوي.
په اعلامیه کې راځي چې اوس ددې هوکړې د عملي کولو په توګه د زرو ښوونځیو کار پيلېږي، چې په دویم پړاو کې به د درېیو زرو ښوونځیو کار پیل شي او ټولټال به چین اته زره ښوونځي په عراق کې جوړ کړي. د عراق لومړي وزیر ویلي چې له چین سره اقتصادي همکارۍ پراخوي او په خبره یې د ښوونځیو جوړول یې د هېواد د راتلونکو نسلونو د روزنې لپاره مهم دي.
































